کاناډايي سړي په لاټرۍ کې ۳۱ میلیون ډالر وګټل

یوه کاناډايي سړي ته په لاټرۍ کې د ۳۱ میلیونو کاناډايي ډالر جایزه وتلې ده.

دا سړی چې هري بلک نومېږي د یوې نمرې دوه ټیکټونه اخیستي وو.

۶۶ کلن هري بلک وايي له تېرو ۵۳ کلونو راهیسې یې د همدې یوې شمېر د لاټرۍ ټیکټونه اخیستل.

د لاټرې جایزه اصلاً ۶۳ میلونه کاناډايي ډالر وه خو دا چې دوو نورو کسانو هم د همدې شمېر ټیکټونه اخیستي وو جایزه څلور برخې ویشل شوې چې دوه برخې یې هري بلک ته رسیدلې دي.

که ده یو ټیکټ اخیستی وای نو دا جازه به بیا په دریو برخو ویشل کېده چې په هغه صورت کې به د ده لس میلیونه کاناډايي ډالر له اوسنې جایزې نه کمې وې.

هري بلک برتیانوی الاصله کولمبیايي دی.

ده ویلی چې له ۱۳ کلنۍ نه یې د پیسو د پیدا کولو پلانونه درلودل ځکه یې تل لاټرۍ اخیسته او هغه هم د همدې یوې شمېرې.

نوموړی د فلمونو په صنعت کې په کار بوخت دی. ده ویلي چې خپل کار ته به دوام ورکوي خو د لاټرۍ پیسې به په تفریح، د یو کور په جوړولو، پانګونې او خپلې کورنې او دوستانو ته په ورکولو مصرف کړي.

د لاټرۍ ادارې ویلي دا د دې لاټرۍ په تاریخ کې لومړی ځل و چې د یوه سړي دوه ټیکټونه لاټرۍ ګټي