"د لیبیا جنګیالي سوریې ته تللي"

په لیبیا کې د جنګیالیو یو مشر بي بي سي ته ویلي، هغه اسلام پاله جنګیالیو چې له واکه د معمر قضافي په ګوښه کولو کې مرسته کړې د سوریې په پاڅون کې یې هم ګډون کړی.

سلیم الدربي چې بنغازي ته نژدې په درنا اسلام پاله ښار کې یې د ابو سلیم تشکیلات رامنځ ته کړي وايي، د لیبیا د پخواني مشر معمر ګدافي له خوا د اسلامي ارمانونو مخنیوي د هغه یو شمېر مخالفان دې ته اړ کړل چې افراط ته مخه کړي.

"ټولو ځوانانو بهرنیو هېوادونو لکه افغانستان، عراق، سوریې، الجزایر او مالي ته مخه کړې. ډېر هغه کسان چې په سوریه کې شهیدېږي لیبیایان دي. هره ورځ پنځه شپږ لیبیایان په سوریه کې وژل کېږي. هغوی په څرګنده توګه هلته د جهاد لپاره تللي دي."