م م: یوه میاشت کې زرګونه عراقیان وژل شوي

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په عراق کې د مې میاشتې په اوږدو کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي او۲۴۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

دا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د توکمیزو جګړو له پیل راهسیې تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې ده.

داسې وېرې هم راپورته شوي چې ښايي دغه هېواد یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ستون شي.

په بغداد کې د ملګرو ملتونو استازي مارتین کوبلېر ورستۍ شمېرې خواشینونکې وبللې.

هغه پر عراقي سیاستوال غږ وکړ چې ژر تر ژره د نه زغم وینه توییدنه په وړاندې ګام پورته کړي.