ترکي لومړي وزیر د لاریون ختمولو غږ وکړ

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردغان د لاریون د چټک پای ته رسولو غږ کړی دی او وايي د پارک د جوړولو پرمختیايي کار پلان به چې د لاریونونو لامل شو، پر مخ ولاړ شي.

ښاغلي اردغان دا هم ویلي، د هغو څرګندونو په اړه به څېړنې وشي چې ویلي کېږي پولیسو د لاریون کوونکو پر ضد له حده زیات زور کارولی دی.

نا آرامي څلور ورځې مخکې، په یوه سوداګریز مرکز د پارک د بدلولو د پلان په اعتراض کې له سوله ییز لاریونه پیل شوه او لویو ښارونو ته وغځېده.