د سوریې جګړه لبنان بې ثباته کوي

په دې اړه نورې نښې رادبره شوي چې د سوريې کورنۍ جګړه څنګه په تدريجي ډول ګاونډی لبنان بې ثباته کوي.

دغلته امنيتي سرچينې وايي، زيات سوري ياغي جنګيالي د لبنان دننه د حزب الله له ډلګيو سره د شپې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

راپورونه وايي دغه جګړه د بالبېک په ښارګوټي کې د سوريې پولې ته څېرمه شوې ده.

د شنبې په ورځ په همدغه سيمه د توغنديو او هاوان ډزې شوې وې او زيات توغندي د بېروت په سوېل کې ولګېدل.

سوري ياغيانو ويلي بريد دوی د لبنان دننه کړی او دا يې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد نه د حزب الله د وسله وال ملاتړ په غبرګون کې کړی دی.