تايوان کې زوروره زلزله شوې

يوې زورورې زلزلې تايوان لړزولی، يو کس يې وژلی او نور يې له خوځېدونکو ودانيو تېښتې ته اړ کړي دي.

دغه کس هغه مهال د غرونو په يوه مشهور سياحتي ځای کې د کمرونو د ښووېیدو له امله مړ شو چې د زلزلې له مرکز سره نژدې دی.

د زلزلې زور د ريختر په کچه شپږ اعشاريه درې اټکل شوی دی.

د شنبې په ورځ يوې بلې زلزلې د فليپين سويل ته ټکان ورکړ، او لسګونه کسان يې ټپيان کړل.