يمن ابيان کې القاعده جنګيالي وژل شوي

د يمن پوځي چارواکي وايي د امريکا دوو بې پيلوټه الوتکو د القاعده اووه جنګيالي د دوی په مضبوط سنګر ابيان کې وژلي دي.

پوځي سرچينې وايي توغنديو هغه دوه موټر په نښه کړي چې ياغيان يې لېږدول او په دغه بريد کې دوه کسه ټپيان دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر اوباما وويل يوازې هغه مهال به د ډرون بريدونو امر ورکوي چې ګواښ عملي کېدو ته نژدې وي.

په دوو جلا پېښو کې موټر سايکل سپرو ټوپکوالو او يوه موټر بم د يمن د هوايي ځواکونو او پوليسو دوه ډګروالان وژلي دي.