ناټو د ماین پاکۍ کارکوونکی په نښه کړی

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار کې د ایساف ځواکونو د ماین پاکۍ مؤسسې یو کار کوونکی له الوتکې ویشتلی او وژلی دی.

دا پېښه نن سهار (دوشنبه/جون درېیمه) د کندهار پنجوايي ولسوالۍ په سپیروان کلي کې داسې مهال شوې، چې د MCCA په نامه د ماین پاکۍ مؤسسې یوه ډله د ماینونو په کښلو بوخته وه.

وژل شوی محمد خان نومېږي، چې د کندهار پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل وايي، د ماین پاکانو له ډلې یوه یې په مخابره کې غږېده، چې د ایساف هوايي ځواک بمبار پرې کړی دی.

نوموړی وايي، پر وژل شوي د کوم وسله وال ګومان شوی دی.

ایساف د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.