مرکزي اروپا د سیلاب له خطر سره مخامخ ده

ګڼو سېلابونو د چک جمهوریت شمالي سیمې له ګواښونو سره مخ کړي دي.

د مېل نېک ښارګوټي له خلکو تش شوی چېرې چې د والتاو او ایلبې سیندونه سره یو ځای کېږي او ښايي چې ګڼ نور بندرونه هم د نن ورځې په وروستیو کې وځپل شي.

په پلازمېنې پراګ د نورو سېلابونو د راوتو امکان هم شته، په داسې حال کې چې د اوسېدو ګڼې سیمې تر اوبو لاندې دي او د ځمکې لاندې اورګاډي یا میترو سیستم تړل شوی دی.

په چک جمهوریت کې دسېلابونو له امله لږ تر لږه اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. جرمني، اتریش او سویس هم له سیلابونو سخت اغېزمن شوي دي.