چین د اروپايي شرابو د بیو په اړه پلټنې پیل کړي

چین له اروپايي ټولنې د واردېدونکو شرابو د قیمت په اړه پلټنه پیل کړې ده. دغه اعلان له هغې یوه ورځ وروسته شوی، چې اروپایي ټولنې پر چینايي لمریزو تولیدوونکو ماشینونو اضافي واردي مالیات ولګول.

اروپايي ټولنه وايي دا کار یې ځکه کړی، چې دغه ماشینونه د بازار ګټلو په موخه له اصلي قیمتونو په کمه بیه پلورل کېدل. چین چې د دغو ماشینونو تر ټولو لوی تولیدوونکی دی، دغه ګام غیر عادلانه وباله او ویې ویېل، چې غواړي دا لانجه د خبرو له لارې اواره کړي.

چین له اروپايي ټولنې واردېدونکو شرابو په اړه د خپلې سبسایډي ضد پلټنې په برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي.