نوازشریف د پاکستان نوی لومړی وزیر و ټاکل شو

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د لومړي وزارت د مقام لپاره له رایې شمېرل کېدو وروسته میا محمد نوازشریف د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي له نوي ټاکل شوي پارلمان څخه ۲۲۴ رایې تر لاسه کړې. د هغه سیال کاندید او د تحریک انصاف ګوند مشر جاوید هاشمي ۳۱ رایې تر لاسه کړې او دغه راز د پیپلز ګوند مخدوم امین فهیم ۴۲ رایې تر لاسه کړي.

د پاکستاني پارلمان له ۳۴۲ څوکیو څخه د لومړي وزیر مقام تر لاسه کولو لپاره میا نواز شریف ۱۷۲ رایو ته اړتیا درلوده. له لومړي سره ګومان کېده، چې نوازشریف به دغه مقام تر لاسه کړي، ځکه د یو شمېر خپلواکو کاندیدانو په شمول، جمیعت علما اسلام، جماعت اسلامي او ایم کیو ایم ګوندونو له مخکې د نوموړي د تایید اعلان کړی و.