خلکو په استانبول کې د طيب اردوغان ملاتړ کړی

د ترکیې لومړی وزیر د شمالي افریقا له سفره په داسې حال کې هېواد ته راستون شوی، چې زرګونه پلویان یې د هرکلي لپاره راټول شوي وو.

د استانبول په هوايي ډګر کې دغه هرکلی ښاغلي اردوغان ته له یوې اوونۍ تاوتریخجنو مظاهرو وروسته، چې د ده د استعفی غوښتنه یې کوله د لومړي ځل لپاره د ولسي ملاتړ اعلان دی.

په هوايي ډګر کې ښاغلي اردوغان پر مظاهره چیانو تور پورې کړ، چې دوکانونه یې لوټ کړي او کاروبار ته یې تاوان اړولی دی.

نوموړي وویل، چې مظاهرې باید ژر تر ژره پای ته ورسي.