لبنان وايي ځینې کړۍ يې جګړې ته ورکشوي

د لبنان پوځ د داسې دسیسو په اړه خبرداری ورکړی، چې غواړي دغه هېواد جګړې ته ورکش کړي.

د دغه هېواد پوځ په یو شمېر بې نومه ډلو تور پورې کړ، چې د ګاونډي هېواد سوریې د کړکېچ له کبله له راپورته شویو سیاسي اختلافاتو ناوړه ګټه اخلي.

د پوځ چارواکو ویلي، له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي د یوې پرمختلونکې لاسپوڅې جګړې مخه ونیسي او خبرداری یې ورکړی، چې هر وسله وال برید ته به وسله وال ځواب ورکړي.

پوځ په شمالي ښار طرابلس کې د ولسمشر اسد د پلویانو او مخالفینو تر منځ شخړو د بندولو په موخه مداخله کړې ده، خو دومره ځواک په کې نه لیدل کېږي، چې د شیعه ډلې حزب الله مخه ونیسي.

دغه ډله په سوریه کې د ولسمشر اسد په ملاتړ جنګېږي.