لبنان کې د ایران سفارت مخې ته لاریون کوونکی وژل شوی

د لبنان امنیتي سرچیني وايي د ایران سفارت مخې ته یو تن لاریون کې په ډزو وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي.

په لسګونو کسانو د لبنانۍ شیعه ډلې حزب الله او د هغې د ملاتړي ایران پرضد د سوریې په شخړه کې د ښکیلتیا له امله په لاریون لاس پورې کړ.

دا لا نه ده معلومه چې ډزې چا کړي دي.

په لبنان کې وروسته له هغه تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی چې حزب الله ډله د ولسمشر بشار الاسد په پلویتوب د سوریې په جګړه کې په خلاص مټ ورښکیل شوه.