عراق کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

د عراق پلازمېنې بغداد په شمال کې په یوه مارکیټ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي یو ځانمرګی او دوه موټر بمونه په یوه عمده پلورنځي کې ځای پرځای شوي وو.

په پېښه کې تر ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي. چاودنه په یوې شیعه مېشتې سیمې کې شوې ده.

خبریالان وايي تر اوسه هېچا د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.