یونان ملي رادیو تلوېزیون وتړل

زرګونه کسانو په اتن کې د یونان د ملي راډیو تلویزون د ودانۍ مخې ته وروسته تر هغې لاریون وکړ چې حکومت په ناببره ډول د لګښتونو د کمولو په موخه دغه اداره وتړله.

خبریالانو له دغه امره د سرغړونې په موخه پر انټرنېټ او ډېجېټل څپو ژوندۍ خپرونې روانې وساتلې.

د دولتي راډیو او تلویزون خپرونې د چهارشنبې په ګهیځ وروسته تر هغې بندې شوې، چې د ملي راډیو تلویزیون، اي آر ټي، دوه نیم زره کارکوونکي له دندو لرې شول.

د دغه تلوېزون یوې خبریالې او ویاندې ایمانوېلا ارګییتي بي بي سي ته دا ومنله، چې په یاده اداره کې ستونزې وې، خو نوموړې په دې اند ده، چې په دې اړه د حکومت پرېکړه ناسمه ده.