د لسګونه زره ایرانیانو پر ایمیلونو برید شوی

د انټرنیټي شبکې، ګوګل کمپنۍ وايي په ایران کې د جمعې ورځې له ولسمشریزو ټاکنو یوه ورځ وړاندې هاکرانو د لسګونو زرو ایرانیانو ایمیلونو ته د ننوتو هڅه کړې.

ګوګل وايي د چل او دوکی د څو بریدونو مخه یې نیولې چې غوښتل یې د جی میل کاروونکو نوم او پاسورډونه تر لاسه کړي.

ګوګل وايي د هاکرانو د برید له وخت څخه داسې ښکاري چې سیاسي هدف یې درلود او کېدای شي غوښتل یې د جمعې ورځې په ټاکنو کې د رایې اچوونې پر پروسې اغېز وکړي.