ایران کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

په ایران کې د رایو اچولو بهیر پیل شوی چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد د اته کلنې دورې وروسته ددغه هیواد مشر وټاکي.

د څلور کاله وړاندي ټاکنو پایلې لانجمنې وي او پراخ اعتراضونه یې راوپارول.

په نننیو ټاکنو کې ټول شپږ نوماندان محافظه کاران ګڼل کیږي.

په دوی کې د ایران د اټومي انرژۍ مشر مرکچي سعید جلیلي، او د تهران ښاروال محمد باقر قالیباف هم شامل دي، خو د بي بي سي یو خبریال وایي، یو بل نوماند حسن روحاني د رسنیو د لا ډیرې ازادۍ په غوښتلو سره د اصلاح غوښتونکو پام ځانته اړولی دی.

نوموړی له لوېدیځو حکومتونو سره د بیا یوځای کېدو اړتیا هم یادوي.