د امریکا حکومت غوښتنو په باب معلومات خپاره شول

د امریکا د ملي امنیت د ادارې له موافقې وروسته د انټرنېټ دوه مخکښو کمپنیو د امریکا د حکومت د هغو غوښتنو په اړه معلومات خپاره کړي چې له دوی یې د دې شبکو د کارکوونکو په اړه معلومات غوښتي وو.

د فیسبوک کمپنۍ ویلي له دوی څخه د څه باندې ۳۰ زره کاروونکو په اړه معلومات غوښتل شوي دي.

تېره اونۍ د امریکا د ملي امنیت ادارې یوه کارکوونکي اډوارډ سنوډن د امریکا د پټې څارنې په اړه سري معلومات خپاره کړل چې انټرنیټي کمپنۍ به کې ښکیلې بلل شوې وې.