جوزجان کې یوه واکسیناتوره وژل شوې

ناڅرگندو وسلوالو د جوزجان ولايت د قرقين روغتيايي بنسټ يوه ښځينه واکسيناتوره وژلې ده.

د افغانستان روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې دا کړنه نا انساني او نا اسلامي بللې او له اړوندو امنيتي بنسټو يې غوښتي چې ددغې بوږنونکې وژنې عاملان تر موندلو او نيولو وروسته سزا کړي.