لاریون کوونکو کنټرول ته زرګونه پولیس په ځای شوي

اندونیزیايي چارواکو شاوخوا شل زره پولیس په پلازمېنې جاکارتا کې ځای پر ځای کړي چې د لاریون کوونکو کنترول کړي.

د اندونیزیا پارلمان د تېلو پر سره د سبسډۍ یا تخفیف پر له منځه وړلو بحث کوي چې کېدای شي له امله یې په بیې ډېر لوړې شي.

زرګونه لاریون کوونکي په پلازمېنې جاکارتا کې ټول شوي چې ښایي په دې اړه رایه ورکول شي.

که رایه ورکول شي نو ښايي د تېلو په بیه کې له ۲۰ تر ۴۰ سلنې ډېروالی راشي.