" مصر کې مرستې سمې نه دي لګولې شوې "

اروپایې مفتشینو په تېرو اوو کلونو کې په مصر کې د اروپایې ټولنې د مرستو د لګولو پر لارو چارو نیوکې کړي دي. یو اعشاریه درې میلیارده ډالره د مرستې په بڼه دوی ته ځانګړي شوي وو ، چې تر نیمایي ډېره برخه یې د مصر د خزانې له خوا مصرف شوي دي، خو د مفتشینو اروپایي محکمه چې د اروپایي ټولنې پر لګښتونو څارنه کړي، وایي د دې پېسو څارنه په کمزوري ډول شوې ده. څارونکي وایي مصر تر ډېره په فساد او د بشري حقونو په سرغړونو تورن دی. د ارزونې په موده کې هغه پاڅونونه هم شامل دي چې پخوانی ولسمشر حسني مبارک یې له واکه لېرې کړ. مصر هغه هېواد دی چې د اروپایي ټولنې تر ټولو ډېره مرسته تر لاسه کوي.