"د وسلو استول به جنګي جرمونو ته لار هواره کړي"

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، سوریې کې یاغیانو او حکومتي ځواکونو ته د نورو وسلو ورکول کېدای شي نورو جګړه ییزو جرمونو ته لار هواره کړي.

پاولو پنهیرو چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او تاوتریخوالي په اړه څېړنې کوي ویلي، چې که دغه وسلې د بشريت پر ضد کارول کېږي، نو هغه هېوادونه چې بېلابېلو خوا ته وسلې ورکوي مسوول بلل کېږي.