سینګاپور د هوا پر ککړتیا دوه شرکتونه پوښتي

د سینګاپور چارواکي وايي په دغه هېواد کې له دوو شرکتونو څېړنې کوي چې د هوا په ککړتیا کې یې مرسته کړې

دا مهال سینګاپور د اندونیزیا په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له لوګيو او لوخړو سره مخ دی.

دغه شرکتونه د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې دي.

د سینګاپور د بهرنیو چارو وزیر کې شان موګام ویلي دوی له لویې څارنوالۍ غوښتي چې قانوني ګامونه پورته کړي، خو ټینګار کوي چې دا په عمده توګه په اندونیزیا پورې اړه لري چې د دغو شرکتونو په وړاندې ګام اوچت کړي.