د مصر پوځ د لاريونونو پر وړاندې خبرداری ورکړی

مصر کې پوځ خبرداری ورکړی پرې به نږدي چې هېواد يې هغه څه کې وروښويېږي چې دوی له کنټرول وتلې شخړه بللې ده.

دغه خبرداری له هغو لاريونونو مخکې ورکول کېږي، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ولسمشر مرسي پر ضد ووځي. د وسله والو ځواکونو مشر ويلي که د خلکو پر اراده بريد کېږي، دوی به لاس تر زنې نه کېني.

دا له هغه راهيسې چې يو کال مخکې يې ولسمشر محمد مرسي ته واک سپارلی، د مصر پوځ له لوري تر ټولو ځواکمنه مداخله بلل شوې ده.

د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې پخوانی ولسمشر حسني مبارک د پراخو لاريونو پايله کې واک پرېښودو ته اړ شو، چې بيا پوځ واک د ۲۰۱۲ کال جون کې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکي محمد مرسي ته وسپاره.