پاکستان کې '۱۰ بهرني سیلانیان وژل شوي'

د پاکستان شمالي سیمې ګلګت بلتستان دیامیر سیمې ننګا پربت غره ته څېرمه د ګرځندوی پر یوه تمځي ډزې شوې، چې لږترلږه لس بهرني سیلانیان په کې وژل شوي .

د پاکستان حکومتي تلویزیون ته پولیسو ویلي چې برید کوونکي هغه هوټل ته ننوتي، چې دغه بهرني سیلانیان په کې وو او پر هغو یې ډزې وکړې.

د ځايي پولیسو مشر علي شیر وايي، دغه ګرځندوی د روسیې، چین او اوکراین وګړي دي.

سیمې ته پولیس تللی او د پېښې تحقیقات پیل شوي.