اسراییلو پر غزې بمبار کړی

اسراییلي الوتکو د غزې تراډې پر شکمنو فلسطینيانو درې ځلې بمباري کړې، چې ویل کېږي، چا ته زیان په کې نه دی اوښتی.

چارواکي وايي، الوتکو د وسلو ډیپو او د توغندي ویشتلو ځایونه په نښه کړي.

د اسراییلو پارلمان د ملي امنیت جرګه ګۍ مشر هم خبرداری ورکړی و، که چېرې له غزې تراډې پر اسراییلو توغوندي ونه درول شوي، اسراییل به پر غزې له هوايي بریدونو سرپه ونه کړي.

ویل کېږي، چې وړاندې فلسطیني جنګیالیو د غزې له شماله لږترلږه شپږ توغندي د اسراییلو پر لوېديځ توغولي.

د دغو توغندیو او بمباریو له کبله د مرګ ژوبله خبر تر اوسه نه دی ورکړل شوی.