پېښور کې نا معلومو کسانو ترافیکو مشر وواژه

د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامعلومو کسانو د ترافیکو یو افسر ( ډي ایس پي) امان الله په ډزو وواژه. پېښه کې د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی. د ځايي پولیسو په وینا نوموړی سعیده اباد سیمه کې له خپل کوره پولیسو مرکز ته پر لاره وو، چې برید پرې وشو. د پولیسو په وینا برید ګر پر موټر سایکل راغلي وو او له پېښې وروسته وتښتېدل.