هند کې د څرخي الوتکې د لوېدلو په پيښه کې اته کسان ووژل شول

رپوټونه وايي د هند په شمالي ایالت اُتراخاند کې د څرخي الوتکې د لویدلو په پېښه کې اته کسان وژل شوي دي.

ویل شوي چې پنځه تنه د هوايي ځواک کسان دي. دغې څرخي الوتکې له سیلاب ځپلو سیمو نه خوندي ځایونو ته خلک لېږدول.

تراوسه پورې هم په زرګونه کسان په سیلاب ځپلو سیمو کې ایسار پاتي دي.

اوس هم په مسلسله توګه بارانونه ورېږي چې له امله یې د خلکو د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخې دي.

تراوسه پورې د ۶۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او چارواکي وايي چې دا شمېره ښايي ډېره لوړه شي.