د منګوليا اوسنی ولسمشر دویم ځل وټاکل شو

د منګوليا اوسنی ولسمشر ساکيا اېلبېګ دورج په عمومي انتخاباتو کې د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ده په دغو ټاکنو کې له نيمايي ډېرې رايې وګټلې او د ازادې غېږ نيونې اتلې او لومړنۍ ښځينه ولسمشرې ته يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې ورکړه.

د دوی کمپاين تر ډېره په دې راڅرخېده چې په څه ډول په هېواد کې نوې پيدا شوې شتمني په خلکو ووېشي.

د منګوليا اقتصاد تېر کال له ۱۲ سلنې زيات غوړېدلی و په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې.