پېښور کې لسګونه افغانان نیول شوي

د خیبر پښتونخوا پېښور کې پولیسو لسګونه افغانان یو لړ بریدونو کې د تړاو په شک نیولي.

پېښور کې افغان کونسلګري وايي، دا موضوع یې د پاکستان د اطلاعاتو له وزارت سره شریکه کړې ده.

شوکت یوسفزي چې په وروستۍ جلسه کې یې ګډون کړی و، بي بي سي ته وویل، چې وزیر د دې ستونزې د هواري ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا کې ګڼ افغانان د پولیسو له خوا ځورول کېږي.