لکي مروت کې دوه ښوونځي په بمونو وران شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د شنبې په سهار نامعلومو کسانو دوه لومړني ښونځي د بمي چاودنو په وسیله وران کړل. د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې پېښې په پاړاخیل کوټاکا نصرالله سیمو کې شوې. د چاودونو له کبله د ښوونځیو ودانۍ سختې زیانمنې شوې، خو د سر زیان نه دی اوښتی.