کوټه:هدېرې نه د وژل شویو کسانو جسدونه موندل شوي

د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې پولیس وايي، د سټیلایټ ټاون سیمې له هدېرې یې درې جسدونه موندلي دي. د پولیسو په وینا د جسدونو لاس پښې تړل شوي دي. د دوی په وینا داسې معلومیږي، چې په دغو کسانو له نژدې ډزې شوې. ځايي پولیسو دغه جسدونه دولتي ملکي روغتون ته لېږدولي.