هلمند کې چاودنې څلور نجونې ووژلې

د هلمند والي ویاند محمد عمر ځواک وايي، د دغه ولایت په مرکز لشکرګاه کې څلور ځوانې نجونې د چاودېدونکو موادو چاودنې ووژلې. د نوموړي په وینا چاودیدونکي مواد په ساپیان سیمه کې د یوې ویالې څنګ ته ځای پر ځای شوي وو. وژل شوې نجونې سیمې ته په یوه واده کې د ګډون لپاره راغلې وې.