د مصر سینا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي

د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د مصر پر امنیتي ځواکونو د اوتومات وسلو او راکټي بریدونه شوي، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی دی.

امنیتي سرچینو او دولتي رسنیو د اسرایلو او غزې تړانګې سره نژدې د پوځ پر یوه پوسته او د پولیسو پر یوه ودانۍ د بریدونو پړه پر سخت دریځو وسله والو ور اچولې.

په برید کې دوه نور سرتېري ټپیان شوي هم دي.

په دغه سیمه کې دوه کاله وړاندې د ولسمشر حسني مبارک د حکومت له نسکورېدو وروسته د یاغیانو فعالیتونه زیات شوي دي.