افریقايي ټولنې د مصر غړیتوب وځنډاوه

افریقايي ټولنې د پوځ له لوري له واک څخه د ولسمشر محمد مرسي د لرې کولو په غبرګون کې په دغه بنسټ کې د مصر غړیتوب ځنډولی دی.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویېلي، تر څو چې په مصر کې له اساسي قانون سره سم نظم پر ځای نه شي، دغه هېواد د افریقايي ټولنې په هېڅ راز فعالیت کې ونډه نشي اخېستی.

تر دې وړاندې دغې ټولنې له واکه د ښاغلي مرسي لرې کول یو ناقانونه کار بللی و او د مصر پر نویو چارواکو یې غږ کړی و، چې له ټولو سیاسي ډلو سره خبرې اترې وکړي.