بنګله دېش د کارګرو حقونه او فابريکو خونديتوب ښه کوي

د بنګله دېش حکومت د اروپايي ټولنې پر دې وړانديز سلا کړې چې په دغه هېواد کې د کارګرو حقونه او د فابريکو خوديتوب چارې ښې کړي.

دغه ګډ ګام له ډاکې سره نژدې جامو جوړولو يوې فابريکې له نړېدو وروسته پورته کېږي، چې تېر اپرېل يې څه د پاسه ۷۰۰ کسان ووژل.

په جينيوا کې له اروپايي چارواکيو سره خبرو کې بنګله دېش دا ژمنه هم کړې چې د کارګرو يو نوی قانون به پلی کوي، چې له مخې يې د جامو جوړولو فابريکو کې د ټولنو جوړولو چارې اسانه شي.

اروپايي ټولنې له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د بنګله ديشي کارګرو خونديتوب شرايطو کې پوره پرمختګ ونه شي، دوی به پر سوداګريزو امتیازونو بيا غور کوي.