د پاکستان يوه راپور د بن لادن په نه څارنه چارواکي غندلي

د پاکستان حکومت يوه راپور ليک شوې بڼې د دغه هېواد پر پوځ او ملکي مشرانو توندې نيوکې کړې چې په دغه هېواد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په موندنه کې پاتې راغلي وو.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې پر ۲ مه له اسلام اباد سره نژدې ابټ اباد کې د ځانګړيو امريکايي ځواکونو عملياتو کې ووژل شو.

حکومت دغه راپور له ۶ مياشتو راهيسې نيولی و، خو اوس د الجزيرې پر وېبپاڼه خپور شوی دی.

راپور جګپوړي پاکستاني چارواکي په پراخه بې کفايتۍ تورن کړي، چې ۹ کاله يې اسامه بن لادن نه شوی تعقيبولی.

راپور پر امريکا هم د داسې عمل په ترسره کولو تورنه کړې چې د جګړې کړه وړه يې بللي دي.