پاکستان: بس اوښتو پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي

د پاکستان سند ایالت دادو ښار ته څېرمه د یوه بس ګاډي اوښتو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي.

د پاکستان دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي چې وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د پولیس په وینا بس ګاډی له شهداد کوټ سیمې کراچۍ ښار ته پر لار وو، چې له پېښې سره مخامخ شو. د پېشې سبب تر اوسه معلوم نه دی.