بامیانو کې پر زلمي د ډله ییز برید شپږ تورن نیول شوي

د بامیانو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر یوه زلمي د ډله ییز برید په تور یې شپږ شکمن کسان نیولي دي.

دغه تورن کسان وروسته تر هغو ونیول شول، چې د ډله ییز برید انځورونه د خلکو منځ کې خپاره شول او د قرباني شوي زلمي کورنۍ پولیسو ته شکایت وکړ.

ویل کېږي، چې درې تورن تر شپاړسو کلونو ټیټ عمرونه لري.

خو په دغې قضیې کې ښېکل څارنوالان وايي، چې دغه کسان یې د عمرونو د تثبیت لپاره عدلي طب ته استولي.

د قرباني شوي زلمي کورنۍ تورنو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.