کاناډا: ټکر شوي ریل ګاډي کې ۱۳ مړي موندل شوي

د کاناډا پولیس وايي اوس یې د ۱۳ تنو مړي موندلي چې د شنبې ورځې سهار وختي یې اورګاډی له کرښې ووت او چاودنه په کې وشوه.

چارواکي وايي دغه کسان سخت سوځېدلي دي او سخته ده چې وپېژندل شي نارینه دي که ښځینه.

د عدلي طب چارواکو له لسګونو کورنیو غوښتي چې د خپلو کورنیو د ورکو شویو غړو شخصي توکي لکه ږمنزې او د غاښونو برس وروړي چې د ډي این اې له لارې یې وپېژني.