‌طالبانو د قطر دفتر په موقت ډول تړلی

د سې شنبې په ورځ قطر کې ‌طالبانو خپل دفتر په موقت ډول تړلی.

داسې تمه کېده، چې دغه دفتر کې به د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو تر منځ خبرې وشي.

د طالبانو یوه ویاند ویلي، چې د دفتر تړل کېدو سبب له دوی سره د شویو ژمنو نه عملي کېدل دي.

پاکستان کې موجود طالب ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دوی قطر کې خپل دفتر تړلی دی.

د هغه په وینا دوی له امریکا، کابل حکومت او هغو ټولو لوریو خوښ نه دي، چې د ده په وینا له دوی سره مخلص نه وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دفتر تړل کېدو له کبله باید د مسایلو حل پر لور پرمختګ و نه ځنډېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پاسکي په وینا " موږ په دې باور یو، چې د دفتر پرانیستل کېدو له کبله رامنځ ته شوی ناسم پوهاوی باید د روغې جوړې پروسه ټکنۍ نه کړي. هغې زیاته کړه، چې د سولې راتګ پر لور د تګ دریځ ملاتړ کوي."