هند: د جنسي تېري قضیې لومړی حکم ژر صادریږي

په تېره دسمبر میاشت کې په هند کې په یوه بس کې پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تیري په قضیه کې لومړی حکم به ډیر ژر صادر شي. دې تېري په هند کې پراخ اعتراضونه وپارول او ښځو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه یې په ملي کچه بحث رامنځ ته کړ.

که چېرې ۱۷ کلن تنکی ځوان د جنسي تېري، وژنې او تښتولو په تور محاکمه شي، نو د اصلاح په یوه مرکز کې به په درې کاله ساتلو محکوم شي.

هغه پر ده لګیدلي تورونه رد کړي، خو په دې قضیه کې د څلورو نورو لویانو محاکمه په نوي ډیلي کې د چټکې ځانګړې محکمې له خوا ترسره کېږي او کېدای شي په اعدام محکوم شي.

په دې قضیه کې شپږم تورن په زندان کې مړ وموندل شو.