'سولیک' توپان چین وارخطا کړی

ټایوان د سولیک په نوم یوه توپان د رارسېدو لپاره د چمتووالي په موخه ښوونځي رخصت کړي او پوځ یې په بېلابېلو ځایونو کې ځای پرځای کړی دی.

الوتنې له وړاندې ځنډول شوې او سیلانیان له دغه ځایه ایستل شوي دي.

سختو بارانونو او تند بادونو ددغه ټاپو د شمالي برخو ځپل پیل کړي دي.

خو بیا هم دغه توپان دې وچې ته په رانژدې کیدو سره له خپل ډیر سخت او شدید حالت څخه راکم شوی دی.

چارواکي د سیلابونو د مخنیوي لپاره پر دفاعي استحکامونو مطالعه پیل کړې ده.

دا توپان پر هغه مسیر روان دی چې په ۱۹۹۶ کال کې د هرب په نوم یو بل توپان راغلی وو او څه باندې پنځوس کسه په کې مړه شول.