د امريکا استازي ويلي د پوځ په ګام سره مصر ته دوهم فرصت ورکړل شوی

جګپوړي امريکايي استازي وېليم برنز ويلي د پوځ له لوري د اسلام پالي ولسمشر محمد مرسي پرځولو سره مصر ته دوهم فرصت ورکړل شوی دی.

په قاهره کې له منځمهالو مشرانو سره له خبرو وروسته ښاغلي برنز وويل اوس داسې يو فرصت شته چې له تېر زده کړه وشي او د تېرو دوو کلونو تېروتنې سمې کړی شي.

ده وويل امريکا د کوم ګوند يا کس پلوي نه کوي.

ده پر امنيتي ځواکونو هم غږ وکړ چې د احتجاجونو کابو کولو کې د لوړې کچې زغم وښيي.

د ښاغلي مرسي ډلې اخوان المسلمين، د هېواد لروبر لاريونونه پلان کړي دي.