د مصر نوي حکومت له تازه تاوتريخوالي وروسته لوړه کړې

د مصر نوي منځمهالي حکومت له یوې شپې تازه تاوتريخوالي وروسته د دندې لوړه کړې ده.

د دوشنبې شپې تاوتريخوالي کې چې د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي پلويان په کې ښکېل وو، ۷ کسان وژل شوي دي.

د هغوی ترمنځ چې د منځمهالي ولسمشر عدلي منصور پر وړاندې يې لوړه کوله د پوځ مشر عبد الفتاح السيسي هم و، چې د مرستيال لومړي وزير او دفاع وزير په توګه يې لوړه کړې ده.

د دوشنبې شپې تاوتريخوالي وروسته څه د پاسه ۴ سوه کسان نیول شوي دي.

اخوان المسلمين يو ځل بيا ويلي په نوي حکومت کې به تر هغه برخه وانه خلي چې پوځ له هغه څه نه وي په شا شوی چې دوی کودتا بللې او ولسمشر مرسي بيا پر دنده نه وي شوی.