یونان کې له حکومتي اقدام سره اعتصاب پیل شوی

یونان کې د عامه سکتور د زرګونو دندو د لغو کېدو په اعتراض کې عمومي اعتصاب پیل شوی. دغه اعتصاب د هېواد د سوداګریزو ټولنو له خوا پیل شوی او تمه کېږي چې د هېواد په کچه الوتنې، د اورګاډو تګ راتګ او په روغتونونو کې کارونه وځنډېږي. حکومت باید د روانې اونۍ په اوږدو کې د دندو د کمولو طرح تصویب کړي. د دې طرحې تصویب د هغو اقداماتو یوه برخه ده چې یونان یې باید د نړیوالو مرستو په بدل کې ورکړي. که داسي و نه شي دغه هېواد به میلیاردونه یورو مرسته له لاسه ورکړي او سوداګریزې چاري به له ډیوالي کېدو سره مخامخ شي.