م م: د ایران په تړاو راپور نه دی منل شوی

د ملګرو ملتونو یوه کمېټه، چې پر ایران د بندیزونو څارنه کوي وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو د ایران له خوا د وروستیو توغندویزو ازموینو په تړاو د کارپوهانو راپور نه دی منلی. دغو کار پوهانو په یوه خوله پر دې موافقه کړې وه چې تېر کال د تهران له لوري د توغندیو ازموینه له نړیوالو بندیزونو سرغړونه وه. په ملګرو ملتونو کې د استرالیا سفیر وایي د امنیت شورا له۱۵ غړو څخه یو لږ شمېر غړو د دغه راپور موندنې رد کړې د ي. ګومان کېږي چې د هغه موخه روسیه او چین وي. لوېدیځ هېوادونه پر ایران د اټومي وسلو د جوړولو شک کوي، خو ایران وایی اټومي پروګرام یې سوله ییزې موخي لري.