جي ۲۰ هېوادونه د مالیې پر سیستم وغږېدل

د جي ۲۰ په نوم د نړۍ بډایه هېوادونو د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د هغه پلان ملاتړ وکړ چې له مخې یې د ګوګل او آپل په څېر د څو ملیته شرکتونو له مالیې ورکولو د سرغړونې مخه نیول کېږي.

په مسکو کې د جي ۲۰ هېوادونو د مالیې وزیرانو په غونډه کې د دې پلان د پیل پر مهال د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان وویل د مالیې ورکولو اوسنی نړېوال سیستم د انټرنېټ له لارې د معاملو په زمانه کې له کاره لوېدلی او په دې برخه کې بډایه او بې وزله هېوادونه دواړه یو شان له ناکامۍ سره مخامخ شوې دي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان به په دې برخه کې په دوو راتلونکو کلونو کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د بي بي سي د اقتصادي چارو خبریال وايي د سمون لپاره د جي ۲۰ هېوادونو د پام ملاتړ شته خو د دې پلان مخالف هېوادونه په زوره د هغه منلو ته نه شي اړ کېدای.