د مرسي پلويانو او مخالفانو تازه نښتې کړي

په مصر کې له واکه د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

دغه نښتې د جمعې په ورځ په منصورا ښار کې را منځته شوې دي.

د جمعې په ورځ زرګونه مصریان په قاهرې او نورو ښارونو کې سړکونو ته راووتل او د ښاغلي مرسي د بېرته پر ځای کولو غوښتنه یې کوله.

نوموړی په ولسواک ډول ولسمشر ټاکل شوی و، خو د روانې میاشتې په سر کې د پوځ له خوا له واکه لرې شو.